غزه کې خونړۍ نښتې؛ حماس وایي ۲۰ تنه اسرائیلي پوځیان یې وژلي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
په داسې حال کې، چې د غزې تړانګې په بېلا بېلو برخو کې د صهیونیستي اشغالګرو او فلسطیني مقاومتي ډلو ترمنځ سختې جګړې روانې دي، د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا سرچینو د مقاومت اړوند “المیادین” خبري آژانس ته ویلي، چې د غزې تړانګې شمال او رفح ښار کې یې ۲۰ تنه اسرائیلي پوځیان وژلي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د القسام لېوا یوې سرچینې “المیادین” ته ویلي، چې د غزې تړانګې شمال کې یې د صهیونیستي ترهګرو پوځیانو ۵ ټانکونه د “یاسین ۱۰۵” توغندیو په وسیله ویشتلي، چې په پایله کې یې ۱۲ اشغالګر پوځیان وژل شوي دي.
یادې سرچینې دغه راز د غزې په “رفح” ښار ګوټي کې یې هم د خونړيو نښتو خبر ورکړی او په خبره دوه ټانکونه یې ویجاړ کړي او ۸ تنه اسرائیلي پوځیان یې وژلي دي.
د یادونې وړ ده، چې صهیونیستي ترهګر ريژیم تر اوسه خپلو لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په هکله د حماس غورځنګ د ادعاوو په هکله څه نه دي ویلي؛ خو د اسرائیلو ۱۲ تلویزیوني شبکې خبر ورکړی، چې غره کې یې ۳ پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.


