د چک بند بیارغونې چارې په بشپړېدو ۴ مېګاوات برېښنا ملي شبکې سره وصل کېږي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د میدان وردګو ولایت د چک برېښنا بند د رغونې چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي. د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، په دغې پروژې ۹۲۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې له بشپړیدو وروسته به یې د چک ولسوالۍ اوسېدونکي له برېښنا برخمن شي. دا په داسې حال کې ده، چې د چک برېښنا فابریکې ماشینونه له تېرو څو کلونو راهیسې د رغونې په موخه له خپل ځایه ایستل شوي او د بند کاسه یې له خاورو او رسوباتو ډکه شوې ده. برېښنا شرکت د دې پروژې ظرفیت ۳٫۹ میګاواټه ښودلی او ویلي یې دي چې د دې فابریکې د بېرته فعالېدو چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي


