اسلامي امارت د ناروې، اسپانيا او ايرلينډ له لوري د فلسطين د رسميت پېژندنې هرکلی کړی

کابل ټکی کام (جمعه، د غبرګولي، ۴، ۱۴۰۳ل)
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اروپایي هېوادونو ناروې، اسپانیې او ایرلینډ له لوري د فلسطین د رسمیت پیژندنې د پرېکړې هرکلی کړی.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه ګام په داسې مهال اخیستل کیږي، چې صهیونیستي رژیم د فلسطین پر خاوره د تیري او د فلسطینیانو په ټول وژنې سره د ډیموګرافیک بدلون هڅه کوي.
د بهرنیو چارو وزارت د فلسطین خاوره د فلسطینیانو مشروع حق بللی او روانه نسلوژنه یې په سیمه کې د بېثابتۍ لامل ګڼلې او په کلکو ټکو یې غندلې.
د اعلامیې په وروستیو کې اسلامي امارت یوځل بیا په نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول په اسلامي هېوادونو غږ کړی، چې د فلسطین د دفاع او روان ناورین پای ته رسولو په برخه کې دې بیړني ګامونه واخلي.


