کابل ټکی کام (شنبه، ۵ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د یمن وسله والو ځواکونو سره سمندرګي کې د یوې اسرائیلي بېړۍ په ګډون درې بېړۍ ویشتلي دي.د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال وویلي، چې ځواکونو یې په سره سمندرګي، مکران او مدیترانې سمندر کې د یوې اسرائیلي بیړۍ په ګډون درې بېړۍ ویشتلي دي. جنرال :یحیی سریع: ادعا کړې، د صهیونیستي رژیم د «ایم ایس سي الکساندرا» بیړۍ یې په څو بالستیک توغندیو په وسیله مکران سمندر کې په نښه کړې، چې په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده. نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې، سمندري ځواکونو یې د بې پيلوټه الوتکو او بالستیک توغندیو پر مټ د سرې بحيرې څخه د تيريدو په حال کې د يوناني شرکت اړوند “YANNIS” بېړۍ په نښه او له منځه وړې ده.
جنرال یحیی سریع همدارنګه ویلي، چې ځواکونو یې مدیترانې سمندرګي کې د اسرائیلو اړوند د «ایسسیکس» په نامه یوه بله بېړۍ هم ویشتلې، چې د پام وړ زیان ور اوښتی ده. د ویلوده، چې نوموړي یوځل بیا ټينګار کړی، چې د مظلوم فلسطيني ملت د مرستې په پار به يې عمليات دوام لري او ټولې هغه کښتۍ به په نښه کړي، چې د اشغال شويو فلسطيني سیمو بندرونو ته تلونکې وي.


















