کابل ټکی کام (سه شنبه، ۸ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د حماس د سياسي دفتر غړی عزت الرشق وايي: منځګړو موږ ته د اوربند د خبرو په اړه څه نه دي ويلي. ده دې ته په اشارې سره چې موږ خپله غوښتنه (د اوربند اصلي شرط) په واضحه توګه مطرح کړې ده چې د غزې پر تړانګه باندې د هر ډول تيريو مخه بايد په بشپړه توګه او دايمي وي. د حماس غورځنګ دغه غړي ويلي چې نتانياهو د وخت له ضايع کولو او دروغ ويلو نه ستړي کېږي ،چې د خپلو بنديانو پروا لري.ده په دې خبرې سره چې د نيواکګرو وخت په ختميدو دی، د قدس، سرايا القدس او نورو مقاومتي ډلو زړورو جنګياليو ته د صهيونيستي يرغلګرو په وړاندې په زړورتيا سره د مبارزې د دوام مبارکي ورکړه. د يادولو وړ ده ،چې د صهيونيستي رژيم د جنايتونو د ختمولو او په غزې تړانګه کې د جګړې د بشپړ بندولو لپاره خبرې تراوسه کومې نتيجې ته نه دي رسيدلي.