لیکنه: مشعل سمسور
په دی ورستیو درې کلنو کی مونږ او تاسو ټول د سخت اورښت، واوري، ږلۍ، غرښویدنی، زلزلي او واورین طوفان شاهدان وه، سیلابونه او نور ناورینونه دا د طبیعت معمول دی دا ټول په چاپیریال کی طبیعی آفات دی ځینی وخت دا قسم کړني طبیعت ته خپله قهر جنه څیره ور ښایی او خپل خطرناکه څهره غوره کوی بیا پر ناورین بدلیږی، ناورین له ځان سره ستونځی، مرګونو، مالی او ځانی تاوانونه او تلفات لری ، دی ټولو بدلونونه ته مونږ اقلیمی بدلون وایو چی له بد مرغه زمونږ هیوادوال بیا د داسی طبیعی آفتونو ښکار کیږی چی له امله یی خپل ژوند او مال له لاسه ورکویی. د ناورینونو مخه څوک نشی نیولی ځکه چی دا ټول د خدای تعالی له طرف وی او نه هم د مهاریږی البته په مرګ، ژوبله او تاوانونه کی د راکمیدو امکان د انسان په لاس کی وی په ډیرو پرمخ تللی هیوادونو کی د مثال په توګه امریکا، اروپایی هیوادونه آسیایی هیوادونه او افریقایی هیوادنه چی پرمخ تللی وسایل او ماشیونه او کاری ډلې لری بیا هم د ناورین په مخکی ناکامه وی.
څنګه کولې شو چی د سیلاب پر وخت ځانی، مالی او نورو تاوانونه را کم کړو؟
ناشاشونې نده چی د عامه پوهاوی، راډیوګانو، تلویزیون، جوماتونو او سوشل میډیا له لاری د خلکو او خپل ژوند، مال، څاروی او کورونه وژغورو.
اول دا چی د سیندونو په غاړه، خوړونو او سیل بردونو په مخکی کورونه، جوماتونه، ښونځي ، کلینک ، دوکانونه او تجارتی مارکیټونه جوړ نکړو تر څو د اوبو مخه ډب نشی او په آزادانه توګه سیل په کی روان وی، تاسو به په تلویزنونو او سوشل میډیا کی به مو ډیر داسی کلیپونه لیدلی وی چی د سیل پرمخ هغه جوړ شوی کورونه او آبادۍ ټولی له مینځه ځی.
دوم دا چی د سیل پر وخت او نور داسی ناورینونو پر مخ خپل خلکو ته د ټیلفون او جاماتونو له لاری خبرداری ورکړو تر څو خلک له سیندونه او خوړونو نه ځان په امان کی وساتی او خپله توجه خپل کور او چاپیریال ته زیاته کړی.
دریم دا چی حکومت ته پکار ده چی د سیندونو، خوړونو شاوخوا، سیل بردونو ته نږدی کورنه پری نږدی چی جوړ شی ځکه چی بیا غټی ستونځی را جوړوی چی بیا د حل لاره ورته ډیره سخته ده.
څلورم دا چی سیدونه ، خوړونه او سیل بردونه خلکو تنګ کړی دی ونې او کرنیزی ځمکی یی تری جوړی کړی دی همدا وجه ده چی اوبه مقدار او کڅه یی زیاته وی بیا د کورنو په طرف ورځی خلک باید له دی کاره ډډه وکړی.
هر وخت چی د داسی یو ناورین خبرداری ورکړل شو د یادی سیمی خلک باید د غرو لمنو او لوړ ځایونه ته پورته شی تر څو خپل ځان،د کور غړی او خپل څاروی وژغوری تر څو د تلفات یی کم وی، یو خبره باید له یاده ونه ویستل شی چی اکثره خلک د سیلاب پر وخت ویډیوګانی جوړوی چی ماشومان هم ورته راغونډ وی باید مخ نیوی یی وشی اکثر خلک لیدل شوی چی د سیلاب راوتلو پر وخت له ځان سره خس او خاشاک راوړی او خلک بیا دغه سیلاب ته وردانګی او یا یی هم د راویستلو کوشش کویی چی د مرګ لامل ګرځی د داسی ناروا کړونو نه خلک باید لاس واخلی.
سیلابونه د طبیعی پیښو یوه خطرناکه بیلګه:
سلابونه، طوفانونه، زلزلی، اتش فشان،واوره ښویدنه یا برف کوچ، ګلۍ، قحطی وچکالی، د ځمکی ښویدل، اور لګیدنه دا ټولی د طبیعی پيښو مختلفي بیلګی دی او په ټولو ادیانو کی د خدای له طرفه او کارونو څخه شمیرل کیږی او د انسانونه په نسبت ډیره په چټکتیا سره وده او رامینځ ته کیږی، ډیر زیات زیان اړونکی دی خلک باید دی سیلابونو پر وخت که ښه لامبوزن نه وی کوښښ دی وکړی چی ژر تر ژره ځان مناسب او د امن ځای ته ورسوی.
د سیلاب لاملونه څه دي؟
سیلاب هغه وخت رامینځ ته کیږي کله چې هغه ځمکی او سیمې تر ډیره وخته وچی پاتی شی او بیا پری تیز باران وشی او ځکمه د جذب خاصیت ونلری یا هم د سیندونو او کانالونو اوبه سرا زیر شی بیا سیلاب را مینځ ته کیږی، داسی هم کله یوه پیښه را مینځ کیږی چی د اوبو بند مات شی او سخت سیلاب را مینځ شی.
سیلابونه د مختلفو عواملو له امله کیدی شي، لکه د زیات باران وریدل ،واوره چی د غرو په سرونو شوی هغه ویلي کیدل د سختی ګرمۍ له امله یخ غرونو ویلی کیدل، په بحرونو کی سومامی یا بحری طوفان را مینڅ ته کیدل چی ډیر بشری او مالی زیان اړونکی دی، اکثره وخت د ډیرو باروانو، سیلابونو له امله د اوبو بندونه ماتیږی چی د زیان نه ډک وی او انسانانو ته مرګ ژوبله اړوی.
ځانی او مالی زیانونه:
د سیلاب له امله اکثره وخت ځانی او مالی زیانونه را مینځ ته کیږی اجتماعی او انسانانو پوهاوی، د نظام یا حکومت خبرتیا د ټیلی ويژن، راډیوګانو، اخبار، د خلکو په واسطه چی په اول قطار کی زمونږ د کلی سپینږیری، ملا امام، ملکان شامل دی باید په مساجدو، حجرو یا دیرو کی باید خبر داری ورکول شی او د زیانونه په هکله هم ورته کافی معلومات ورکول شی تر څو خلک په دی پوه او د زیان کڅه را کمه شی.
کوم ولایتونه سخت ځپل شوی دی؟
په تیرو دري کلونو راهیسی تر دی دمی ورستی سیلاب په افغانستان کی تر ۲۱ ولایتونو کی سیلابونه راوتلی او خلک یی زیامن کړی دا سیلابونه وقفه یی دی او له همدی کبله د مرګ ژوبلی تعداد کی زیاتوالی راغلی دی، په دی ولایتونو کی بغلان، تخار، بدخشان، فاریاب، غور، کندهار، هلمند، پنجشیر، پروان،بامیان، لوګر ، میدان وردک، ننګرهار، لغمان، کنړ، نورستان، دایکنډی او د کابل ولسوالی شاملی دی.
د طبیعی پیښو پر وخت د خلکو خبر داری او ګډون
افغانستان کی له پخوا تر اوسه پوری خلک ډیر وخت ځان په خطر کی اچوی او د بل انسان ژوند ژغوری دلته باید په اول قطار کی حکومت او هغه ځانګری ریاستونه باید لاس په کار شی چی د حوادثو سره د مبارزی په هکله معلومات اوتجروبه لری تر څو د طبیعی پیښو په وړاندی خپل مسولیت تر سره کړی او ژر تر ژره ورته اړین خدمات وړاندی کړی. بیا ورسته افغانان باید خپله لاس په کار شی تر څو به پر بین اللملی ټولنی او نورو همکارو ادارو مثبت اغیزه وکړی او لاس تر زنی کیننی اتفاق اتحاد یووالی د دی ټولو افتونو او پیښو پر وړاندی مبارزی ته مثبت پایله وربښی . بین اللملی ټولنه هم باید خپل مسولیت چی د حوادثو سره د مبارزی ارګانونه ادا کړی، البته خلک او نظام باید نور بار تدبیره او تجربه کاره خلک ځان سره کړی او هغه ټول مشکل چی را مینڅ ته شوی دی په مخکی یی ځان سپر وګرځوی.
ولې د سیلابونه ورځ تر بلی زیاتیږي؟
انسانان له زرګونه کلونه هڅه کوي ترڅو د کروندګرو او کورونو د ساتنې لپاره سیلابونو مخه ونیسي. د بیلګې په توګه، د بندونو جوړول چک ډیمونه، واړه بندونه او ډندونه د اوبو مدیریت او ښه تنظیم کولو لپاره جوړ شوي دي. پر بین اللملی او آسیا په سطح داسی ډیری تجروبی او ځانګړتیاوی شته چی د سیلاب سره په مبارزه کی ښه نتیجه ورکوی باید هغه ټولو ته پام وشی او د خپل وطن، سیمی او خاوري په سطح پکی کار وشی ترڅو د خلکو ته مالی او ځانی زیانونه را کم شی.
مونږ او تاسو به د خپل وطن مثال ورکړو چی د ښاري کولو لپاره، د بیلګې په توګه، د ځمکې ظرفیت د اضافي اوبو جذبولو لپاره کم کړی. د اضافي ګاونډیو سره د اسفالټ او کنکریټ پوښښ سطحې زیاتوالی راځي. کوم چې یو ځل پرانيستې ساحې پوښیږي.
ځنګلونه بله لاره ده چې انسانانو د سیلابونو احتمال زیاتولو کې مرسته کړې ده. کله چې انسانان ونې پری کړي، خاوره پرته له ریښو پرته پاتې کیږي ترڅو خاوره پریږدي یا اوبه جذب کړي. بیا اوبه جوړوي او د سیلاب لامل کیږي.
کومې سیمې د سیلابونو لپاره خطرناکی بلل شوی دی؟
هغه سیمې چې د سیلابونو له امله تر ټولو ډیر خطرناکی دي چی ځوری او وچی وی هغه خوړ چی د سیل راوتولو نښی نښانی په کی لیدل شوی وی، ساحلۍ سیمی دبحر شاوخوا سیمی، د اوبو بندونو شاوخوا سیمی د غرو لمنو کی دري او لاری شاملی دی. د سیلاب اوبه ډیری مرګونې وی یوازی د ۱۰ اینچه اوبه په چټکوالی سره انسان له پښو څخه غورځوی ، پداسې حال کې چې یو موټر ۱۵ اینچه چټکی اوبه کی خپل رفتار له لاسه ورکوی په ورستیو کی بارانونو کی لیدل شوی چی زمونږ خلک سرتنبه وی او له اوبه سره زد کوی چی بیا موټر هم تری په اوبو لاهو شی او خپل ژوند هم له لاسه ورکوی د سخت اورښت پر وخت باید ټول لوړو ځمکړ په طرف لاړ شی تر څو خوندي پاتی شی.
بیرونی مرستندویه اداری او بنسټونه
د ملګرو ملتونو او کډوالو عالي کمیشنرۍ UNHCR په خپل انټرنيټي پاڼه لیکلی اوزیاته کړی یی ده چی د ورستیو سیلابونو له راوتو څخه تر اوسه تر ۱۰۰۰ زیات کسان مړه ، بی درکه په زرګونو کورنه، څاروی او کرنیزی ځمکی له مینځه تللی چی خلک له ستونځو سره لاس او ګریوان دی.
تر اوسه پوری د سیمی خلکو، د طبیعی پیښتو سره د مبارزی ریاست، یو این ایچ سی آر، سیف د چیلډرن او ځینی خیریه بنسټونو له خلکو سره بیړنۍ مرستی، خیمې ، طبی توکی ، د خوړو توکی، او پاکو اوبو مرسته کړی ده او لا هم د مرستو ته اړتیا لری. د خوړو نړیوال پروګرام WFP په یوه ناسته کی زیاته کړی ده چی د سیلاب له امله سړکونه، لاری، پلونه او پلچونه ویجاړ شوی دی چی د مرستو بهیر په مخ کی خنډ ګرځیدلی دی.
خلک باید د خوړونو سیندونو او دښتو میرو کی کورنه جوړ نکړی تر څو د باران اوبه ژر تر ژره له سیمی څخه وځی او کلی بانډی تر په امن کی پاتی شی، د افغانستان ټول سیندونه باید اساسی،پراخه او پاخه جوړ شی تر څو په آزداه توګه اوبه وبښیږی چی دی سره به د اوبو په مریریت کی ډیر اسانیاوی رامینځ ته شی او خلک به د سیلابونه له امله په امان کی پاتی شی.
۸/ غبرګولی /۱۴۰۳