کابل ټکی کام ۰۶کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
تېره ورځ د ولسمشر غني لومړی مرستیال او پخوانی جنګ سالار جنرال عبدالرشید دوستم جوزجان ته د طالبانو په خلاف د ۱۰ زره سرتېرو تر څنګ ولاړو، او په لاره یې خپلو هم څنګو افسرانو ته د یوې وینا په ترڅ کې وویل، چې له طالبانو څخه به د وژل شويو ملي اردو انتقام اخلي.
لکه څرنګه چې وړاندې دوستم یاد ولایت او نورو ولایتونو ته د طالبانو په خلاف سفرونه وکړل، طالبانو ور سره کلک مقاومت وکړ، او د ګټې پر ځای یې خټې راوړې، دا ځل هم د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مونږ ته په را لېږل شوي پیغام کې ویلي دي، چې د دوستم په وړاندې یې جنګیالي د ښه او پوره مورال لرونکي دي.
مجاهد وایي، چې:
«مجاهدین د دوستم دهر ډول عملیاتو په وړاندې خورا ښه آمادګۍ لري او ورسره کلکې مقابلې ته تیار دي.»
مجاهد په پیغام کې د دولتي رسنیو هغه ادعاء چې ګواکي جوزجان ته د دوستم په ورتګ سره طالبانو د قوشتېپې ولسوالۍ پرېښوده، په کلکه سره رد کړې ده، او ویلي یې دي، چې جنګیالي یې یوه بلیست هم له خپلو سنګرونو څخه نه دي پر شاه شوي.
مجاهد په پیغام کې ژمنه کوي، او وایي چې:
«مجاهدین د دوستم دهر ډول عملیاتو په وړاندې خورا ښه آمادګۍ لري او ورسره کلکې مقابلې ته تیار دي.»
د یادولو ده، وړاندې چې دوستم جوزجان ته تللی وو، نو یې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي وو، چې د دوستم را تګ ګټمن نه دی، ځکه هغه د طالبانو پر خلاف جګړه نه کوي، بلکې د قومیت پر سر نه خپلې اردو ته ګوري نه مخالف لوري ته.
















