کابل ټکی کام (شنبه، ۱۲ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د حماس اسلامي غورځنګ لوړ پوړي مشر “باسم نعیم” له المیادین خبري آژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د جګړې دوام به د اسراییلي بندیانو د زیاتوالي لامل شي. د باسم نعیم په خبره څومره چې جګړه اوږدیږي ورسره به د اشغالګرو تلفات او د پوځیانو نیولو کې هم زیاتوالی راځي. نوموړي ټینګار کړی، چې د اسرائیلو لخوا خبرو ته بېرته ورګرځیدل د دوی ماته په ډاګه کوي په سیاسي او پوځي ډګر کې مقاومت برلاسی ده موږ له جګړې نه یو ستړي د ځواکونو مرال مو پیاوړی ده داځل که خبرې کېږي له نورو سره به یې توپیر په دې کې وي، چې مقاومتي ډلې او صهیونیستي اشغالګر به سره مخامخ کېږي نور منځګړو هېوادونو ته اړتیا نشته او صهیونیستي اشغالګر باید هغه څه ومني، چې موږ یې غوښتنه کوو. د حماس دغه لوړ پوړي غړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې تېره اوونۍ یې غزه کې لسګونه صهیونیستي اشغالګر پوځیان نیولي، چې له ډلې یې څلور تنه مهم قوماندانان دي. دا په داسې حال کې ده، چې د اسرائیلو 12 خبري آژانس خبر ورکړی، چې د نتنیاهو کابینې غزه کې د یو اوږدمهاله اوربند لپاره حماس سره خبرو ته چمتوالی ښودلی ترڅو د حماس لخوا نیول شوي اسرائیلي بندیان را خوشې کړي. د یادونې وړ ده، چې د حماس اسلامي غورځنګ لوړ پوړي مشر باسم نعیم بیا “المیادین” خبري آژانس سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې د تازه نیول شویو اسرائیلي پوځیانو د خوشې کولو موضوع به د خبرو په اجنډا کې ځای ونلري او ترڅو چې صهیونیستي اشغالګر په بشپړه توګه له غزې نه وي وتلي خبرې اترې بې پایلې دي.


















