کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۳ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
غزه کې د حماس د اسلامي مقاومت لوړ پوړي پوځي قوماندان “یحیی سنوار” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د فلسطین راتلونکی دولت به مقاومتي ډلې جوړوي. د نوموړي په خبره فلسطین اوسمهال کوم حکومت نلري او په “رام الله” کې د محمود عباس په مشرۍ جوړه کابینه د فلسطیني ولس د ارادې نماینده ګي نه شي کولی. د سنوار په خبره چا چې د فلسطین د خپلواکۍ لپاره له کلونو کلونو راهیسې او په ځانګړې توګه په تېرو ۷ میاشتو کې مبارزه کړې تر نورو دوی حق لري، چې د یو خپلواک فلسطیني دولت رامنځته کړي. یحیی سنوار چې د لبنان “المنار” تلویزیوني شبکې یې یو ۷ دقیقه ییز غږیز پیغام خپور کړی، ویلي، چې د اسرائیلو په خلاف به جګړې ته دوام ورکوي، د ځواکونو مرال یې خورا غښتلی دی او صهیونیستي اشغالګرو غزه کې ماته خوړلې ده. د سنوار په خبره” زموږ ځواکونو په تېره یوه اوونۍ کې سترې بریاوې خپلې کړې دي. نوموړي تېره اوونۍ غزه کې د ګڼو اسرائیلي پوځیانو نیولو ته په اشارې ویلي، چې د مقاومت روحیات پیاوړي دي. غزه د صهیونیستي اشغالګرو په هدیره بدله شوې او هره ورځ پکې لسګونه اشغالګر پوځیان وژل کېږي.


















