کابل ټکی کام ( یکشنبه، ۱۳ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ادعا کړې، چې په سور سمندرګي کې ۳ مدیترانه کې یوه بېړۍ په نښه کړي دي.
خبرپاڼه کې راغلي: د یمن د وسله والو ځواکونو سمندري او هوایي ځواکونو پر یمن د امریکا د وړمې شپې د وحشیانه بریدونو په غچ کې په سره سمندرګي کې د امریکایي اشغالګرو یوه الوتکې لېږدونکې “اېزن هاور” بېړۍ د کروز میزایلو په وسیله په نښه کړې، چې د پام وړ زیان ور اوښتی ده. نوموړي دغه راز ادعا کړې، چې د مدیترانې سمندر کې یې هم ځواکونو ۳ بېړۍ ویشتلي دي، چې دوه یې په بشپړه توګه له منځه تللي او یوې ته یې د پام وړ زیان رسیدلی ده. د یحیی سریع په خبره په ویشتل شویو بېړیو کې دوه یې د اسرائیلي شرکتونو اړوند وې، چې د اشغالي فلسطین بندرونو ته روانې وې. نوموړي دغه راز ویلي، چې دریمه بېړۍ د یو یوناني شرکت اړوند وه، چې اسرائیلو ته یې وژونکې وسلې لیږدولې. بايد وويل شي چې په غزه باندې د صهيونیستي اشغالګر رژيم لوري د وروستیو بريدونو په غبرګون کې يمني ځواکونو په سور سمندرګي او ورڅېرمه سيمو کې د اسراييلي رژيم او د هغوی د متحدينو لسګونه کښتۍ په نښه کړي او ګواښ يې کړی، چې د صهيونیستي رژيم د جرمونو تر بشپړې خاتمې پورې به خپلو بريدونو ته دوام ورکوي.


















