کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۳ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
یمن کې د حوثیانو د انصارالله غورځنګ پوځي محکمې ۲۲ کسان امریکا او سعودي ته د جاسوسۍ په تور په مرګ محکوم کړل. په یادو کسانو تور ده، چې د امریکا او سعودي استخباراتو سره یې اړېکې لرلې، د لوړ پوړو یمني چارواکو او یو شمېر حساسو ځایونو په اړه یې یادو هېوادونو ته مالومات ورکړي دي. که څه هم تر اوسه د یادو کسانو د هویت او یا دا چې کله به پرې یاد حکم پلی کېږي څه نه دي ویل شوي؛ خو حوثیانو ته یوې نږدې سرچینې “المیادین” خبري آژانس ته ویلي، چې یاد کسانو په خپل جرمونه منلي او ډېر ژر به پرې د اعدام حکم پلی شي.


















