کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
يمني ځواکونو خبر ورکړی، چې د فلسطیني مظلوم ملت په ملاتړ او د صهيونيستي رژيم د جرمونو پر وړاندې پيل شويو عملياتو په ترڅ کې يې تېره ورځ درې کښتۍ په نښه کړي دي.
د يمن د وسله وال پوځ وياند يحيی سريع له لوري په دې هکله خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي، چې ځواکونو يې په سور سمندرګي او عربي بحيره کې درې بريالي عملیات ترسره کړي دي.
د نوموړي د ادعا موافق په سور سمندرګي کې اشغال شوي فلسطيني بندر ته تلونکې(Roz) او ( Vantage Dream) بيړۍ ويشتلي او له منځه وړي.
خبرپاڼه زياتوي چې ځواکونو یې دغه راز د عربي بحيرې په ختيځه برخه کې يې د بې پيلوټه الوتکې په بريد سره يې (Maersk Seleter) امريکايي بيړۍ په نښه کړې ده.
بايد وويل شي چې د تیر کال د اکتوبر مياشتې له اوومې راهيسې، چې اشغالګرو پر غزه سخت هوايي او ځمکني بريدونه پيل کړي دي، د يمن حوثيانو د صهيونيستي رژيم او د هغوی د متحدينو ګڼ شمېر کښتۍ په نښه کړي دي.