کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د یمني حوثیانو بنسټګر مشر “عبدالمالک حوثي” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې اسرائیلو ته تلونکې بېړۍ مو مشروع اهداف دي. المیادین خبري آژانس د نوموړي په حواله ویلي: د امریکا د الوتکو وړونکې بېړۍ “اېزن هاور” په ګډون به هره هغه بېړۍ په نښه کړو، چې د اشغالي فلسطین بندرونو ته روانې وي. د حوثي په خبره ځواکونه یې ۲۴ ساعتونه په سره سمندرګي، عدن خلیج، هندي سمندر او بحرین سمندر کې د دوښمن د بېړيو ویشتلو په لټه کې دي. د یادونې وړ ده، چې د حوثیانو بنسټګر او روحاني مشر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د یمن وسله والو ځواکونو د تېر ۲۰۲۳م کال د نومبر میاشتې له نیمایي څخه په سره سمندرګي، عدن خلیج او ځینو نورو سیمو کې د امریکا، برېتانیا، فرانسې او اسرائیلو لسګونه بېړۍ ویشتلي او ګڼ شمېر نورې یې روغې نیولې دي.


















