یکشنبه, مارچ 15, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

متحده اماراتو ته د کورنیوچارو وزیر سفر؛ یوه پرمختیا ګڼ پیغامونه!

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
جون 5, 2024
کټګوریانې: سرمقاله, مهم
0
29
ځلې شریک شوی
365
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

ایراني جنرال: هرمز تنګي تر اوسه نه دی تړل شوی؛ خو بشپړ کنټرول یې زموږ په لاس کې دی

د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیلو بریدونه؛ سراج الحق: د اسلامي همکاریو سازمان دې بېړنۍ غونډه راوبولي

سپاه پاسداران: د امریکايي اډو پر ضد د بریدونو ۵۰مه څپه پیل شوه

په دې وروستیو کې د افغانستان په تړاو دیپلوماتیک پرمختیاوې او په دې برخه کې د اسلامي امارت بې ساري لاسته راوړنې، ټول څېړونکي حک حیران کړي دي. په دې لړ کې تر ټولو مهمه پرمختیا، متحده عربي اماراتو ته د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني او مل پلاوی یې سفر او د اماراتو له امیر سره یې مخامخ لیده کاته، ده، چې له بېلابېلو اړخونو د څېړلو او ارزولو وړ ده. په دغه پلاوي کې د استخباراتو رییس ملا عبدالحق وثیق او د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون غړی حافظ انس حقاني هم شامل دی.
متحده عربي اماراتو ته د اسلامي امارت د یو لوړپوړی پلاوی سفر، چې په ترکیب کې یې داسې کس هم شامل دی، چې یو وخت امریکایانو پر سر یې ۱۰ میلیونه ډالره جایزه ټاکلې وه، واقعا د افغانستان د دیپلوماسۍ په تاریخ د عطف ټکی دی. دغه سفر، په داسې حال کې ترسره کېږي، چې له یوې خوا کابل ته د سیمې او نړۍ د دیپلوماتیکو استازو، پلاوو او چارواکو سفرونه هم ډېر شوی دی، له بلې خوا د سیمې او نړۍ په کچه، د اسلامي امارت په تړاو د هېوادونو لیدلورو او پالیسیو کې هم مثبت ژور بدلونونه او پرمختیاوې ترسترګو کېږي.
د روانې اونۍ په پیل کې د اندونیزیا هېواد یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته سفر درلود، چې په ترکیب کې یې د دغه هېواد د ولسمشر پخوانی مرستیال او د سرې میاشتې رییس هم شامل و. یاد پلاوی د اسلامي امارت له ټولو لوړپوړو چارواکو سره ډېر دوستانه لیده کاته درلود؛ دوی په داسې حال کې چې ځانونه په افغانستان کې ډېر خوښ احساس کاوه؛ په خپلو څرګندونو کې وویل، هغه څه چې د اسلامي امارت په تړاو په نړیوالو رسنیو کې منعکس کېږي، تر هغه څه ډېر توپیر لري، چې موږ یې دلته په خپلو سترګو وینو. تر دې مخکې، د قطر د بهرنیو چارو وزیر مرستیال او مل پلاوي یې کابل ته سفر درلود او دلته د اسلامي امارت له چارواکو سره پر اړوندو موضوعاتو خبرې وکړې. په همدې حال، تېره اونۍ د روسیې ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر په ګډون د دغه هېواد یو شمېر چارواکو د افغانستان اسلامي امارت په تړاو تازه څرګندونې درلودې. پوتین وویل، چې اسلامي امارت د سیمې یو نه انکارکېدونکی واقعیت دی، چې په افغانستان کې یې ثبات ټینګ کړی او ورسره اړیکه جوړول، یوه مهمه اړتیا ده. همدارنګه د روسیې عدلیې وزارت د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره ویلی و، چې د روسیې د ممنوعه ډلو له لیست څخه د اسلامي امارت پر لرې کېدو کار روان دی، همدا اوس دغه مسله نهايي شوې، او ولسمشر پوتین ته د لاسلیکولو لپاره لېږل شوی دی.
له دغو پرمختیاوو سره جوخت د روانۍ اونۍ په پیل کې د قزاقستان ولسمشر اسلامي امارت د دغه هېواد د ممنوعه ډلو له لیست څخه رسما وایستل او اعلان وکړ، چې موږ د افغانستان له اسلامي امارت سره خپلو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو نه یوازې دوام ورکوو، بلکې لا پراخوو.
د دې ترڅنګ، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازي کابلوف په خپلو تازه څرګندونو کې ویلی دی، چې د روسیې له خوا د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې موضوع تر حل کېدو وروسته، روسیې د شانګهای په سازمان کې د اسلامي امارت له غړیتوب څخه ملاتړ کوي.
په هر حال، دا ټولې پرمختیاوې څه عادي پرمختیاوې نه دی. باید ووایو، د دیپلوماسۍ او بهرني سیاست په برخه کې په ډېره کمه موده د اسلامي امارت په ځانګړې توګه د امارت د دیپلوماسۍ دستګاه ستره لاسته راوړنه ده. د اسلامي امارت د دیپلوماسۍ دستګاه تل هڅه کړې، چې په افغانستان کې موجود واقعیتونه او حقایق، نړیوالو ته په ساده ژبه بیان او هغوی په دې قانع کړي، چې د افغانستان اوسنی ثبات او وضعیت د هیچا په زیان او تاوان نه دی؛ بلکې د ټولو اړخونو او هېوادونو سیاسي او اقتصادي ګټې په یو باثباته او امن افغانستان کې نغښتی دی. د افغانستان ثبات د اسلامي امارت د امنیتي او نورو اړوندو ادارو د بې دریغو هڅو او کوششونو پایله ده. اوسنی افغانستان نه یوازې د هېڅ ګاونډي او د سیمې هېواد لپاره د ګواښ او تهدید سرچینه نه ده، بلکې د سیمې او ګاونډیو د ترانزیتي، تجارتي او اقتصادي ګټو او اهدافو لپاره تر ټولو غوره فرصت او منبع هم ده. اوسمهال په افغانستان کې د دې ترڅنګ، چې بشپړ او ډاډمن امنیت تامین دی، ټولې جرمي ډلې، د نشه یي توکو او انساني قاچاق مافیايي شبکې، چې د سیمې امنیت لپاره بالقوه او بالفعل ګواښونه او تهدیدونه رامنځته کول، له منځه تللی، له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان سرحدات او پولي خوندي دي.
دې ته په پام سره د سیمې هېوادونه او نړیوال هم دغه موضوع درک کړی، چې د افغانستان لپاره تر ټولو غوره انتخاب، د افغانستان اسلامي امارت دی. دوی پوهېږي، چې له هغو ستونزو سره سره چې یو شمېر نړیوالې مغرضې کړۍ اسلامي امارت ته پېښوي، دغه نظام په محدودو امکاناتو پر دې توانېدلي، چې په افغانستان کې بشپړ ثبات او امنیت ټینګ کړي. د سیمې هېوادونو د څېړنو مرکزونو دې پایلې ته رسېدلي، چې د افغانستان ثبات او امنیت د ټولې سیمې ثبات او امنیت دی، او دغه څه له اسلامي امارت پرته د بل چا له وس او توان څخه بهر او ناشونی دی، چې کره بېلګه یې د دغه هېواد تېر شل کلن بهیر دی، چې د ناټو او امریکا په ګډون د لسګونو هېوادونو زرګونه سرتیري او پوځیان دلته مېشت وو، او سربېره پر دې تر پنځه لکه افغان وسله وال او پوځ ته هم دوی معاش ورکاوه، د نړۍ پرمختللی وسلې، تجهیزات او امکانات هم د دوی په اختیار کې و، خو پر دې ونه توانېدل، چې لااقل د دغه هېواد په یو ولایت کې نسبي امنیت او ثبات ټینګ کړي.
پر دې بنسټ وروستیو دیپلوماتیکو پرمختیاوو او پورته یادو واقعیتونو ته په کتو سره، ویلی شو، چې نړیوال په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونه اوس د افغانستان د واقعیتونو عمق ته رسېدلی، او غواړي، د اسلامي امارت په تړاو دیپلوماسۍ په ډګر کې پراته ټول خنډونه او ستونزو ته د پای ټکی کېږدي، او د متقابل درناوي او احترام په چارچوب کې له اسلامي امارت سره د رغنده، پروخت او ګټور تعامل دروازه پرانېږي. ان شاءالله تعالی

لوی ټکي: اسلامي امارت، متحده، عربي، امارات،
مخکینې مطلب

روسیه: از پیوستن افغانستان به سازمان شانگهای قاطعانه حمایت می‌کنیم

بل مطلب

يمني ځواکونو سور سمندرګي او عربي بحيره کې درې کښتۍ په نښه کړي

ځانګړي مطالب

خبرونه

ایراني جنرال: هرمز تنګي تر اوسه نه دی تړل شوی؛ خو بشپړ کنټرول یې زموږ په لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 15, 2026
خبرونه

د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیلو بریدونه؛ سراج الحق: د اسلامي همکاریو سازمان دې بېړنۍ غونډه راوبولي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 15, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکايي اډو پر ضد د بریدونو ۵۰مه څپه پیل شوه

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
خبرونه

یمني ځواکونو د اشغالي فلسطین پر حیفا بندري ښار لسګونه توغندي ویشتلي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
خبرونه

په تل ابیب او اېلات کې د ایراني ځواکونو بریدونه؛ ۴۰ هدفونه په نښه شوي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026

وروستي

ایراني جنرال: هرمز تنګي تر اوسه نه دی تړل شوی؛ خو بشپړ کنټرول یې زموږ په لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 15, 2026
0

د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیلو بریدونه؛ سراج الحق: د اسلامي همکاریو سازمان دې بېړنۍ غونډه راوبولي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 15, 2026
0

امریکا منځني ختیځ ته ۲۵۰۰ سمندري ځواکونه او جنګي بېړۍ استوي

نشرونکی: ح جلال
مارچ 15, 2026
0

امنیتي سرچینه: د پاکستاني بریدونو په ځواب کې به داسې اقدام وشي چې دښمن یې تصور هم نه لري

نشرونکی: ح جلال
مارچ 15, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکايي اډو پر ضد د بریدونو ۵۰مه څپه پیل شوه

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
0

یمني ځواکونو د اشغالي فلسطین پر حیفا بندري ښار لسګونه توغندي ویشتلي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
0

په تل ابیب او اېلات کې د ایراني ځواکونو بریدونه؛ ۴۰ هدفونه په نښه شوي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
0

د ریښتنې ژمنې عملیاتو دوام؛ ایراني ځواکونو د صهیونیستي رژیم پر وړاندې پراخ او ځپونکي عملیات پیل کړل

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
0

افغان ځواکونو په خوست او پکتیکا کې د پاکستاني پوځي رژيم دوه پوستې نیولي

نشرونکی: ح جلال
مارچ 14, 2026
0

حزب الله د اسرائیلي پوځیانو پر غونډه توغندیز بریدونه کړي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ایران د بګرام هوايي اډې د نه سپارلو پرېکړې له امله له افغانستانه مننه وکړه

    23 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ملي دفاع وزارت: د مشرقي زون فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان یوه پوسته نیول شوې، ۱۴ عسکر وژل شوي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنیتي سرچینه: د پاکستاني بریدونو په ځواب کې به داسې اقدام وشي چې دښمن یې تصور هم نه لري

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • ایران د سعودي پر الامیر سلطان هوايي اډه برید کې ۵ امریکايي د سون‌توکو الوتکې زیانمنې کړې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د سیمې د جګړې احتمالي پایلې؛ د ایران د بریا سناریو او د پاکستان د حیثیت پوښتنه!

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ایراني جنرال: هرمز تنګي تر اوسه نه دی تړل شوی؛ خو بشپړ کنټرول یې زموږ په لاس کې دی

د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیلو بریدونه؛ سراج الحق: د اسلامي همکاریو سازمان دې بېړنۍ غونډه راوبولي

امریکا منځني ختیځ ته ۲۵۰۰ سمندري ځواکونه او جنګي بېړۍ استوي

امنیتي سرچینه: د پاکستاني بریدونو په ځواب کې به داسې اقدام وشي چې دښمن یې تصور هم نه لري

سپاه پاسداران: د امریکايي اډو پر ضد د بریدونو ۵۰مه څپه پیل شوه

یمني ځواکونو د اشغالي فلسطین پر حیفا بندري ښار لسګونه توغندي ویشتلي

په تل ابیب او اېلات کې د ایراني ځواکونو بریدونه؛ ۴۰ هدفونه په نښه شوي

د ریښتنې ژمنې عملیاتو دوام؛ ایراني ځواکونو د صهیونیستي رژیم پر وړاندې پراخ او ځپونکي عملیات پیل کړل

افغان ځواکونو په خوست او پکتیکا کې د پاکستاني پوځي رژيم دوه پوستې نیولي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com