کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې غزه کې د حماس او د لبنان-اسرائیلو په پوله د حزب الله غورځنګ په بریدونو کې لسګونو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې القسام لېوا سرچینو “المیادین” تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې د غزې تړانګې شمال کې یې د بېلا بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۸ اسرائیلي پوځیان وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي. دغه راز د لبنان حزب الله ډلې ادعا کړې، چې په خپلو ځمکنیو، توغندیزو او ډرون بریدونو کې یئ لسګونه صهیونستي پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. که څه هم حزب الله غورځنګ اسرائیلي لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې ذ کره شمېرو په هکله څه نه دي ویلي؛خو د اسرائیلو پوځ خبر ورکړی، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د غزې تړانګې بېلا بېلو برخو کې څلور پوځیان وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.