کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
محمد باقر قاليباف، عليرضا زاکاني، مصطفی پور محمدي، امير حسين قاضي زاده هاشمي، سعيد جليلي او مسعود پزشکان هغه شپږ کسان دي، چې د ايران ولسمشريزو ټاکنو ته نوماندان دي.د ايران د ټاکنو اداره وايي، دغه نوماندان کولی شي د چنګاښ تر اوومې نېټې د ۱۸ ورځو لپاره ټاکنيز تبلېغات ترسره کړي.د ايران ولسمشريزې ټاکنې له وخته مخکې د پخواني ولسمشر ابراهيم رئيسي د مړينې له امله د چنګاښ مياشتې پر اتمه نېټه پلان شوې دي.د کمپاين پر مهال د نوماندانو ترمنځ پنځه مناظرې په پام کې نيول شوي او دغه راز د ايران په مختلفو ښارونو کې لويې او وړې غونډې د ځانګړي مهالوېش له مخې پلان شوي، چې نوماندان به په کې خپل کاري پلانونه تر ايرانيانو ورسوي.