کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
دا چې نړۍ د ټکنالوژۍ پر مټ په يو کوچني کلي بدله شوې او د نړۍ خلک له کومې وقفې پرته يو له بل سره په اړيکه کې دي، نو افغانستان هم د دې کاروان مل دی، په ځانګړي ډول اوس، ځکه چې د افغان انجنيرانو پر مټ د ټولنيزو شبکو په قطار کې يو بل اپلېکېشن ور زيات شو. افغانانو دغه نوی ابتکار وکړ . يعنې نړۍ ته يې د طوطي په نامه اپلېکېشن وړاندې کړ، چې د ټولنيزو شبکو په څېر به فعاليت کوي او له نورو بهرنيو اپلېکېشنونو به يې د خلکو د محرمو اسنادو امنيت خوندي او سهولتونه به يې زيات وي. ياد اپلېکېشن چې پرون په نړيواله کچه فعاليت پيل کړ، د سهولتونو په درلودلو سره به ډېر ژر د نړيوالو پام ځان ته ور واړوي.
طوطي د ډېرو ځانګړتياوو په لرلو سره د اړيکو نيولو د مخکښ پلټ فارم په توګه، د ډول ډول چټ کولو، د غږيزو او ويډيويي زنګ وهلو، د پنځه جي بي حافظې د وړتيا په لرلو سره ټولنيزې اړيکې بلې کچې ته رسوي. طوطي د مصنوعي هوښيارتيا د ځانګړتياوو په لرلو سره له غږ څخه د متن او له متن څخه غږ ته ژباړې د وړتيا په لرلو سره په بازار کې د نوي ځواک په توګه راڅرګندېږي. پر کاروونکو متمرکز ډيزاين او د امنيتي خونديتوب په لرلو سره طوطي د کاروونکو لپاره خوندي چاپېريال رامنځته کوي او د يو جامع ډيجيټل ايکوسيستم په توګه د کاروونکو تجربو ته وده ور کوي.
طوطي په خپله غېږه کې ډېرې ځانګړتياوې هم لري چې د هر ډول اړيکو نيولو، پنځه جي بي خوندي ذخيرې، د والدينو له لوري د ماشومانو د کنټرولولو، له غږ څخه متن او متن څخه غږ ته د بدلون د متن ژباړې، د ګروپ او چينل مديريت او د پروګرام په دننه کې د خرڅلاو د ځانګړنو په لرلو سره اړيکې يو نوي پړاو ته ننباسي او د کاروونکو محرميت، امنيت او لاسرسي تضمينوي.
د طوطي اپلېکېشن بنسټګر او عمومي مرستيال انجنير برهان الدين رباني وويل: طوطي به د نړۍ خلک له ژبنيز توپير پرته نور هم سره نږدې کړي، ياد اپلېکېشن به د نورو اسانتياوو په درلودلو سره هېوادوالو ته د انلاين پير او پلور خدمات وړاندې کړي.
د رباني په وينا: موږ نږدې يو نيم ميليون ډالره پر طوطي اپلېکېشن پانګونه کړې ده او د اوس لپاره راسره تر پنځوس تنو کار کوي. زموږ هڅه داده چې په معياري شکل هېوادوالو ته خدمات وړاندې کړو. مولوي حبيب الله خليل وويل: د تخنيک علم مو له نړۍ سره سيال کوي، نو په کار ده چې د تخنيک علم زده کړو او نورو ته يې هم ورسوو، ځکه د تخنيک په علم اټوم، فزيک، کيميا او نور داسې وسايل جوړېږي چې له نړۍ سره پرې سيال کېدلی شو، نو د تخنيک، ميخانيک او مهارت لرونکو ځوانانو ته به د اسلامي امارت له خوا په شرعي چوکاټ کې زمينه برابرېږي تر څو خپل هېواد ته کار وکړي.د طوطي اپلېکېشن د ټکنالوژۍ او نوښتونو مرستيال ډاکټر وارث محمدي وويل: طوطي اپلېکېشن به د ډېرو سهولتونو د درلودلو تر څنګ د زيات شمېر څارونکو په لرلو سره امتياز هم ولري چې ورته ټولېږي او دوي به يې د افغانستان له بانکونو ترلاسه کولاي شي.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين عتيق الله عزيزي وويل: موږ بايد پر خپلو وړتياوو ووياړو او کار ترې واخلو، موږ د تخنيک برخه کې د دوی خواري ستايو، تر څنګ يې ولاړ يو او اسلامي امارت به ورته سهولتونه او زمينه برابروي.


















