کابل ټکی کام (جمعه، ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
غزه کې د حماس اسلامي غورځنګ لوړ پوړي پوځي قوماندان “یحیی سنوار” په خپلو تازه څرکندونو کې ویلي، چې د وروستي صهیونیستي عسکر تر وتلو به جګړې ته دوام ورکوي. د لبنان د اسلامي مقاومت حزب الله اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې یحیی سنوار ته منسوب یو غږیز پیغام نشر کړی، چې نوموړي د حماس-اسرائیلو ترمنځ د سولې د ممکنه پیلیدونکو خبرو اترو په اړه هم پکې څرګندونې کړي دي: نوموړي ویلي: غورځنګ به یې هیڅکله د زرګونو شهیدانو په وینو سودا ونه کړي، موږ برلاسي یو، د جنګیالیو روحیات مو پیاوړي دي او اسرائیلي اشغالګرو غزه کې شرمونکې ماته خوړلې ده. د سنوار په خبره د غورځنګ استازو یې د سولې د خبرو اترو لپاره څو ځلې مصر او ځینې نورو هیوادونو ته استازي لیږلي دي؛ خو د اسرائیلو شرطونه غیر وصولي دي، چې موږ یې هیڅکله منلو ته نه یو چمتو. یحیی سنوار یوځل بیا له غزې تړانګې، رفح او نورو اړوندو سیمو د صهیونیستي اشغالګرو په بشپړ وتلو ټینګار کړی او په خبره یې دا زموږ اساسي شرط ده د بندیانو او نورو موضوعاتو په هکله خبرې هغه وخت نتیجه ورکولی شي، چې اشغالګر ځواکونه په بشپړه توګه له غزې تړانګې څخه ووځي. یحیی سنوار دغه راز ټینګار کړی، چې صهیونیستي اشغالګر یوازې د زور په ژبه پوهیږي، هغوی د خبرو خلک نه دي نو ځکه موږ نه غواړو، چې په وخت له لاسه ورکړو. د یادونې وړ ده، چې د حماس اسلامي غورځنګ دغه لوړ پوړی پوځي قوماندان داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د مصر، قطر، ترکیې او امریکا په ګډون ځینو هیوادونو یوځل بیا د حماس او اسرائیلو ترمنځ د په ټپه ولاړو خبرو د بیا پیلولو لپاره هڅې پیل کړي دې.


















