کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۷ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
ملګرو ملتونو په یوه تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې پر غزې تړانګې د اسرائیلو له برید راهیسې تر دي دمه ۷۶ سلنه ښوونځي ویجاړ شوي دي. الجزیرې نړیوالې تلویزیوني شبکې د ملګرو ملتونو د چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې په غزه کې د ۴۰۰ ښوونځیو او مدرسو ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړې شوې، چې له امله یې ښوونیز بهیر ګډوډ شوی دی. د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل دی، چې ملګري ملتونه غزه کې د صهیونیستي یرغلګرو د بریدونو له امله د رامنځته شویو ویجاړیو په اړه راپور خپروي.


















