کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۷ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د یادې تړنګې په “رفح” ښار کې د ماین چاودنې له امله اته صهیونیستي پوځيان وژل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس د اسرائیلي چارواکو له قوله ویلي، چې د غزې په جنوبي ښار رفح کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې د شنبې په ورځ اته پوځیان ووژل شوي دي.
صهیونیستي ترهګر پوځ ویلي، چې دغه پوځیان د انجینرۍ د یوې ډلې غړي وو چې پوځي موټر یې د رفح ښار لویدیځ د “تل السلطان” سیمه کې په یو مایین ور برابر شوی دی.
د یادونې ور ده، چې حماس اسلامي غورځنګ هم دغه خبر تایید کړی او ویلي یې دي، چې د اسرائیلو دغه پوځي موټر د دوی له لوري په یو ښخ شوي ماین ور برابر او له مینځه تللی دی.


















