کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۷ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د فلسطيني مقاومت کوونکې ډلې حماس د سياسي دفتر مشر اسماعيل هنيه ويلي چې غزه کې د فلسطيني ملت مقاومت تاريخي مبارزه ده.
نوموړي، چې نن يې د نيکمرغه لوی اختر په مناسبت خبرې کولې، وويل: « موږ په يوه تاريخي جګړه کې قرار لرو، په دې جګړه کې له خاورې، هويت، ديني مقدساتو او ارزښتونو څخه دفاع کوو».
نوموړي زیاته کړه، چې که څه هم غزه تر سختې محاصرې لاندې ده، د بشر په ټول تاريخ کې له سخت وحشت سره مخ ده، د غزې اوسېدونکو د سر او مال تر ټولو لويه قرباني ورکړې؛ خو موږ به خپلې مبارزې او استقامت ته دوام ورکړو او په دې لاره کې به هر ډول سختۍ به وګالو، موږ د خدای جل جلاله په نصرت باور لرو او يقين لرو چې دغه جګړه موږ ګټو.