کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د سوریې په شمالي “حلب” ولایت د اسرائیلي اشغالګرو په هوایي برید کې ۳ تنه وژل شوي دي. د سوریې د بشري حقونو د څار لندن میشتي سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې اسرائیلي الوتکو د “حلب” ولایت اړوند سیمه کې د لبنان د حزب الله غورځنګ یو مرکز په نښه کړی او په وژل شویو کې د یاد غورځنګ یو لوړ پوړی قوماندان هم شامل دی. په ورته مهال د سوریې دولتي تلویزیون هم د برید پخلی کړی؛ خو د ډېرو جزئیاتو له ورکولو یې ډډه کړې ده. د یادونې وړ ده، چې حزب الله غورځنګ هم تر دې دمه د اسرائیلو برید کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې او د وژل شویو کسانو د هویت په هکله څه نه دي ویلي. د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل نه دی، چې اسرائیلي ترهګر ريژیم پر سوریې هوایي بریدونه کوي، بلکې له ۲۰۱۱م کال راهیسې یې د یاد هیواد په بېلا بېلو ښارونو ګڼ بریدونه کړي، چې په پایله کې یې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

















