کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان سرپرست حکومت عمومي ویاند “ذبیح الله مجاهد” د ریچارډ بینټ د وروستي راپور په غبرګون کې ویلي،چې ملګرو ملتونو کې ځينې عقديي اشخاص تل هڅه کوي، چې د افغانستان ناسم تصوير نړۍ ته وړانډې کړي. ښاغلي مجاهد پر خپله “ایکس پاڼه” لیکلي:د ملګروملتونو ځینو غړو او په ځانګړی ډول د ریچارډ بینټ راپور د دوحې د راتلونکي ناستې په درشل کې د اذهانو د خرابید هڅه ده. اعلامیه کې دغه راز راغلي:متأسفانه په ملګروملتونو کې ځينې عُقديي اشخاص همیشه هڅه کوي د افغانستان په اړه ناسم تصویر وړاندې کړي او لوی پرمختګونه د څو محدودو موضوعاتو تر شعاع لاندې راولي. اعلامیه کې همدارنګه یادونه شوې، چې اسلامي امارت په ملګروملتونو کې د ځينو هېوادونو حماوي دريځ ستایي او دا یو حقیقت ده چې له اسلامي امارت سره باید مثبت او رغنده تعامل وشي، د فشار او دسیسو هڅې لا هم ناکامیږي، دوام او تکرار یې د ناکامه تجربو بیا بیا آزمویل دي.
هیله ده چې نور واقعیتونه درک شي او رغنده دريځ ونیول شي.

















