کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی، چې د یاد هېواد لومړي وزیر “بنیامین نتنیاهو” یوې امنیتي غونډې ته ویلي، چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۱۱مه نېټه د حماس سره د مبارزې لپاره جوړه شوې جنګي کابینه په رسمي توګه منحل شوې ده. اسرائیلي رسنیو دغه راز ویلي، چې نتنیاهو اوس اراده لري، چې د دفاع وزیر “یوف ګالنټ” او د ستراتیژیکو چارو وزیر “رون ډیمر” په شمول له څو مطرح وزیرانو سره چې د جګړې کابینه کې وو، د حماس پر ضد د جګړې په اړه سلا مشورې وکړي. دا په داسې حال کې ده،چې د جګړې کابینې یوه مخکښ وزیر “بیني ګانټز” د جون په نهمه له اضطراري حکومت څخه استعفا وکړه او د نويو ټاکنو غوښتنه یې وکړه، له هغه سره د جګړې د کابینې یو بل څارونکی “ګادي ایزنکوټ” هم له یادې کابینې منصرف شوی دی. بل خوا بیني ګانټز په یو مطبوعاتي کنفرانس کې، نتنیاهو تورن کړی، چې په غزه کې د شاوخوا ۱۰۰ یرغمل شویو په خوشې کیدو ناغېړي کوي او د اوربند په پرتله په واک کې پاتې کیدو ته زیات لومړیتوب ورکوي. د یادونې وړ ده، چې د جګړې کابینه پر اسراییلو د حماس تر برید وروسته جوړه شوې او د اپوزیسیون د ګوند مشر “ګانټز” هم ورسره یو ځای شوی و.

















