د حج د مراسمو پر مهال د سختې ګرمۍ له امله ۵۷۷ حاجيان مړه شوي دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)

د سعودي عربستان رسنيو راپور وړکړی، چې د حج د مراسمو پر مهال د سختې ګرمۍ له امله ۵۷۷ حاجيان مړه شوي دي.

د راپورونو پر اساس، په مړو شویو حاجیانو کې شاوخوا ۳۲۰ یې مصریان او پاتې نور يې د مختلفو هېوادونو اتباع دي.

د راپورونو له مخې، په مکه مکرمه کې د تودخې کچه له ۵۱ سانتي ګریډ څخه لوړه شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل دی، چې د حج د مراسمو پر مهال د سختې ګرمۍ له امله په دومره لوړه کچه د مړینو خبر ورکول کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button