کابل ټکی کام (جمعه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د عراق د اسلامي مقاومت “حشدالشعبي” ځواکونو یوځل بیا د اسرائیلو په “حیفا” بندري ښار د بالستیک توغندیو بریدونه کړي دي. یادې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې عملیات یې بریالي و او حیفا ښار کې یې د صهیونیستي ريژیم یو شمېر مهم اهداف په نښه کړي دي. که څه هم صهیونیستي ريژیم تر اوسه د عراق د اسلامي مقاومت وسله والې ډلې د ادعاوو په هکله څه نه دي ویلي؛ خو د اسرائیلو ۱۲ تلویزیوني شبکې د بریدونه پخلی کړی؛ خو پکې د اوښتو مالي او ځاني زیانونو په هکله یې څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل نه دی، چې د عراق د اسلامي مقاومت ځواکونه د اشغالي فلسطین دننه عملیات کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم ورته لسګونه بریدونه کړي، چې په پایله کې یې صهیونیستانو ته د سر او مال درانه زیانونه اوښتې دي

















