کابل ټکی کام (شنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
له هغه وروسته، چې اسرائیلي ترهګر ريژیم په لبنان د هوایي او ځمکنیو عملیاتو د پیلولو اعلان وکړ، له سیمې تازه ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د لبنان-اسرائیلو پر پوله د حزب الله د اسلامي مقاومت د ځواکونو او اسرائیلي اشغالګرو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي. د حزب الله یوې پوځي سرچینې “المنار” تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶ ځله صهیونیستي اشغالګرو هڅه کړې، چې د لبنان جنوبي سیمو ته ننوزي؛ خو د دوی ځواکونو یې بریدونه په شا تمبولي دي. یاده سرچینه زیاتوي، چې دا مهال سیمه کې خونړۍ نښتې روانې دي او د لسګونو اسرائیلي پوځیانو په ګډون د حزب الله ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. د یادونې وړ ده، چې وړمه ورځ اسرائیلي ريژیم په لبنان د هوایي او ځمکني برید طرحه تائید کړه؛ خو د حزب الله غورځنګ مشر “حسن نصرالله” خبرداری ورکړی که اسرائیل په لبنان د برید تېروتنه وکړي نو د تل أبیب په ګډون هيڅ کوم اسرائیلي ښار به د دوی له بریدونو خوندې پاتې نه شي.


















