کابل ټکی کام (شنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د نړۍ خلک نشي زغملی چې لبنان دې بله غزه شي. نوموړي ویلي، ټولې خواوې باید د لبنان په اړه د امنیت شورا 1701 پریکړه لیک ته غاړه کیږدي. د ګوتریش په خبره د لبنان او اسرائیلو په پوله کې د کړکیچن وضعیت لپاره نظامي حل نشته د دښمنۍ ختمول او اوربند ته رسېدل د اوسني بحران یوازینۍ حل لاره ده. نوموړي دغه راز ویلي، چې موږ په غزه کې سمدستي اوربند او د اسرائیلي بندیانو خوشې کول غواړو. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام اسرائیل تورن کړي، چې غزه کې د مرستو کاروانونو ته اجازه نه ورکوي،نړۍ باید د اسرائیلو پر وړاندې کلک دریځ ونیسي په غزه کې سمدستي اوربند اړین دی موږ نه غواړو، چې وخت له لاسه ورکړو غزه کې حالت تر هغه څو چنده ترینګلی دی، چې رسنۍ یې په اړه را پورونه خپروي.


















