کابل ټکی کام (شنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د يمني ځواکونو ویاند جنرال يحيی سريع رسنيو ته په ليږل شوې خپرپاڼه کې ليکلي، چې
د فلسطین د خلکو د مظلومیت لپاره بریا او زموږ د هیواد په وړاندې د امریکا-بريتانيا د تیري په غبرګون کې زموږ د وسله والو ځواکونو سمندري ځواکونو په عربي بحیره کې د (Transworld navigator) کښتۍ په نښه کړې، ياده کښتۍ له دې امله په نښه شوه، چې له بندیز سربيره يې د اشغال شوي فلسطين بندرونو ته روانه وه.
دغه راز يمني ځواکونو د توغنديز ځواک په مټ په سور سمندرګي کې د امریکا د الوتکو وړونکې بېړۍ (آيزن هاور) په نښه کړې.
خبرپاڼه کې راغلي چې د یمن وسله وال ځواکونه به د خدای تعالی په نصرت سره د فلسطین د خلکو په ملاتړ او بریا کې خپلو پوځي عملیاتو ته تر هغه وخته دوام ورکړي تر څو چې تیری ونشي او د غزې په تړانګه کښې د فلسطیني ولس محاصره ختمه شوی نه وي.


















