کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال “یحیی سریع” یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې ځواکونو یې د عراق اسلامي مقاومت ډلې سره په ګډو عملیاتو کې پنځه بيړۍ په نښه کړي دي. د جنرال یحیی سریع په خبره د “حیفا” بندر کې څلور کښتۍ په نښه شوي، چې دوه پکې هغه بېړۍ شاملې دي، چې تل ابیب ته یې سیمنټ لیږدول. یحیی سریع دغه راز ادعا کړې ده، چې دوه یې د هغو شرکتونو بېړۍ په نښه کړي، چې اسرائیلو ته یې تیل او خوراکي مواد لېږدول او د دوی خبرداری یې له پامه غورځولی و. یحیی سریع دغه راز ویلي، چې د مدیترانې په سمندر کې یې “حیفا” بندر ته په لار د “شارتورن ایکسپریس” په نامه پنځمه بېړۍ د بې پیلوټه الوتکې په وسیله ویشتلې ده. د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند ویلي، چې عملیات یې بریالي و درې بېړۍ پکې په بشپړه توګه له منځه تللي او ۲ نورو ته یې د پام وړ زیان اوښتی، له تګ لویدلی او ډېر ژر به په اوبو کې ډوبې شي. دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه هم د یمن وسله والو ځواکونو د “اېزن هاور” په نامه د امریکا یوه الوتکې لیږدونکې بېړۍ او یوه د یو برېتانوي شرکت اړوند بېړۍ ویشتلې وه. د یادونې وړ ده، چې د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یوځل بیا خبرداری ورکړی، چې د اشغالي فلسطین بندرونو ته تلونکې هره بېړۍ یې مشروع هدف ده او پر وړاندې به یې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.


















