کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې امریکایي او برېتانوي اشغالګرو نن سهار وختي یوځل بیا د یمن په لویدیځ کې د الحدیده په ښار لس هوایي بریدونه کړي دي. د “المسیره” تلویزیوني شبکې په خبر کې ویل شوي، چې امریکایي او برېتانوي اشغالګرو د “الحدیده” ښار په نړیوال هوايي ډګر شپږ هوايي بریدونه کړي دي. په ورته مهال د امریکایي پوځ مرکزي قوماندانۍ خبر ورکړی، چې برېتانیا سره یې په ګډو عملیاتو کې امریکا د یمن په کامران ټاپو او د سور سمندرګي اړوندو سیمو کې د یمن د وسله والو ځواکونو پر څلورو اډو هوایي بریدونه ترسره کړي دي. د یمن دولتي تلویزیون هم د بریدونو پخلی کړی، خو پکې د اوښتو زیانونو په هکله یې څه نه دي ویلي. د یادونې وړ ده، چې د یمن وسله والو ځواکونو د ۲۰۲۳م کال د نومبر میاشتې له نیمایي څخه په سره سمندرګي، عدن خلیج، عربي سمندرګي، بحرین خلیج او هند سمندر کې د امریکا، برېتانیا، اسرائیلو او ګڼو نورو هېوادونو پر ۱۳۱ بېړیو بریدونه کړي او ګواښ یې کړی، چې تر هغو به خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي، چې صهیونیستي ريژیم پر غزې تړانګې خپل بریدونه پای ته نه وي رسولي او د غزې محاصره یې نه وي ماته کړې.


















