کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د سعودي عربستان د روغتیا وزیر “فهد عبدالرحمان الجلاجل”الاخباریه تلویزیون ته ویلي، چې د حج په سږنیو مراسمو کې ۱۳۰۱ حاجیان مړه شوي دي. نوموړي ویلي، چې سږ کال په سیمه کې د هوا د تودوخي کچه ډیره زیاته لوړه وه چې له امله ۱۳۰۱ حاجیان مړه شوي او سلګونه نور تر درملنې لاندې دي، چې د ځینو هغو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ ده. نوموړي ویلي، چې هغه کسانو چې ژوند د لاسه ورکړی ډیری د لوړ عمر لرونکي او یا د کرونیک ناروغیو لرونکي وو او دغه راز ځینو کسانو ډیر زیات د لمر لاندې د پاتې کېدو او اوږد مزل کولو له امله ژوند د لاسه ورکړی دی. د سعودي عربستان د روغتیا وزیر د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې دوی له یو ملیون ۳۰۰ زرو څخه زیاتو کسانو ته روغتیایی خدمات وړاندې کړي چې د حج د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته راغلي دي او موږ د وفات شویو کسانو د کورنیو سره خپله ژوره خواشینې څرګندوو.


















