کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د جنوبي کوریا رسنیو راپور ورکړی، چې په پلازمېنه “سیول” کې د لیتیمي بټریو په یوه کارخونه کې د اورلګېدنې له امله ۲۰ تنه مړه شوي دي.د یاد هېواد د دولتي تلویزیون د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار د سیول ښار په “هواسونګ” سیمه کې رامنځته شوې ده.د جنوبي کوریا د اور وژنې ادارې د دغې پېښې لامل د ګڼ شمېر بټريو چاودنه ښوودلې ده. د یادونې وړ ده، چې په یاده پېښه کې ګڼ شمېر نور کسان ټپیان شوي هم دي، چې له ډلې یې د ځینو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.


















