کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۶ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال” یحیی سریع” خبر ورکړی، چې ځواکونو یې د “MSC SARAH V” په نامه یوه پر اسرائیلي بېړۍ د بالستیک توغندي په وسیله ویشتلې ده. نوموړي ویلي، چې یاده بېړۍ په عربي سمندر کې په یو نوي پرمختللي بالستیک توغندي ویشتلې ده. جنرال “یحیی سریع” یوځل ټینګار کړی، چې که اسرائیل پر غزې خپل بریدونه ودروي او د غزې د تړانګې محاصره پای ته ورسوي، نو دوی به یې هم پر وړاندې خپل عملیات پای ته ورسوي او که صهیونیستي اشغالګر غزه کې خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي نو د یمن وسله وال ځواکونه به یې هم پر وړاندې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.د یادونې وړ ده، چې د یمني ځواکونو ویاند دغه راز ویلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې یې ځواکونو عدن خلیج، سور سمندرګي او د اسراییلو په جنوب کې د بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله ۱۱ بریالي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې یوه اسراییلي، ۳ برېتانوي او ۴ امریکایي بېړۍ ویشتلي او د اسراییلو په جنوب کې یې هم مهم پوځي اهداف په نښه کړي دي.


















