کابل ټکی کام (جمعه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” خبر ورکړی، چې، د عراق اسلامي مقاومت ډلې سره په شريکه حيفا او سور سمندرګي کې دوه عمليات ترسره کړي دي. نوموړي چې تېره شپه یې پلازمېنه “صنعاء” کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل: د یمن وسله والو ځواکونو د عراق د اسلامي مقاومت سازمان سره په ګډو عملیاتو کې د اشغالي فلسطین “حیفا” بندري ښار کې د صهیونیستي ريژیم درې مهم پوځي اهداف په نښه کړل، عملیات بریالي و او دوښمن ته پکې درنه مرګ ژوبله او مالي زیانونه اوښتې دي. د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند دغه راز خبر ورکړی، چې په سره سمندرګي کې یې د “SEAJOY” په نامه هغه بېړۍ ویشتلې، چې د اشغالي فلسطین بندرونه ته روانه وه. د نوموړي په خبره یادې بېړۍ اسرائیلو ته وژونکې وسلې لېږدولې، په بشپړه توګه له منځه تللې ده. بايد وويل شي چې د تېر ميلادي کال د اکتوبر مياشتې له اوومې نيټې راهيسي چې غزه کې د صهيونيستي رژيم له لوري د لوړې کچې جرمونه او وحشت پيل شوی، يمني حوثیانو يې پر وړاندې سور سمندرګي، عربي بحيره او نږدې سيمو کې د صهيونيستي رژيم، امريکا او متحدينو ګڼ شمېر کښتۍ ويشتلي او ګواښ يې کړی، چې بريدونه به يې دوام او شدت پيدا کړي.


















