کابل ټکی کام (شنبه، ۹ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د اسلامي امارت ویاند او د دوحې دریمه ناسته کې د افغان پلاوي مشر “ذبیح الله مجاهد” ویلي، چې، دوحې ته د تفاهم او ستونزو د حل په موخه روان یو. نوموړي، چې نن یې کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل: د جون په ۳۰ مه او د جولای په لومړۍ نېټه به د قطر هیواد په پلازمینه دوحه کې د ملګرو ملتونو په ابتکار په جوړېدونکې درېیمه غونډه کې ګډون وکړو. مجاهد د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې اسلامي امارت د هیواد ملي ګټو ته په کتو له ټولو هیوادونو څخه غواړي، چې د افغانستان خلک په سختو شرایطو کې یوازې پرېنږدي او په هغو مواردو کې، چې د افغانانو حق دی باید خپل مکلفیت ترسره کړي او د افغانستان په بیا رغونه او اقتصادي پیاوړتیا کې ونډه واخلي او خنډونه لرې کړي. ښاغلي مجاهد دغه راز زیاته کړې، چې موږ دوحې ته د تفاهم او ستونزو د حل په موخه روان یو او ټول اړوند هیوادونه له افغانستان سره د ښه تعامل دریځ ته را بولو. مجاهد دغه راز ویلي، چې په دې ناسته کې د اسلامي امارت ګډون هېڅ لوري سره د دوښمنۍ په مانا نه دی بلکې د تعامل په مانا دی، چې باید ګټه ترې واخیستل شي. باید وویل شي، چې د روانې جون میاشتې په ۳۰ مه او د جولای په لومړۍ نېټه د قطر په پلازمینه دوحه کې د ملګرو ملتونو په ابتکار د افغانستان په اړه یوه دوه ورځنۍ غونډه جوړېږي، چې د افغانستان د اسلامي امارت له لوري به د مولوي “ذبیح الله مجاهد” په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی هم پکې ګډون وکړي.


















