کابل ټکی کام (شنبه، ۹ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د غزې تړانګې بېلا بېلو برخو کې حماس ځواکونو سره نښتو کې ګڼو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. الجزیرې نړیوالې تلویزیونې شبکې د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د غزې تړانګې شمال کې د اسرائیلي پوځیانو دوه ټانګونه د “یاسین ۱۰۵” توغندیو په وسیله ویشتل شوي، چې په پایله کې یې ۶ اشغالګر پوځیان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. د حماس سرچینو دغه راز ادعا کړې، چې د غزې تړانګې په “رفح” ښار کې یې هم په مخامخ نښتو کې ۲ اسرائیلي پوځیان وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي. د یادونې وړ ده، چې صهیونیستي ريژیم تر دې دمه غزه کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي؛ خو د اسرائیلو ۱۲ خبري شبکې خبر ورکړی، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې ځواکونو ته غزه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.


















