کابل ټکی کام (جمعه، ۱۵ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د فلسطین خبري آژانس د خبر له مخې د لبنان په جنوب د اسرائیلو په هوایي برید کې د حزب الله مقاومتي غورځنګ یو لوړ پوړی قوماندان “ابو نعمة ناصر” وژل شوی دی. د حزب الله اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې د خپل دغه لوړ پوړي قوماندان د وژل کېدو پخلی کړی او په خبره یې نوموړی د “رضوان” په نامه چټک غبرګون د قطعې قوماندان و او د تېر ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له ۷ مې نېټې راهیسې یې د لبنان-اسرائیلو پر پوله په صهیونیستي دوښمن سلګونه مرګوني بریدونه طرحه کړي وو. د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل نه دی، چې اسرائیلي اشغالګر د حزب الله غورځنګ مهم غړي په نښه کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم د ابو طالب، سامي عبدالله، حسین علي او وسام طویل په ګډون د یادې ډلې مهم قوماندانان وژلي وو.

















