کابل ټکی کام (جمعه، ۱۵ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د شانګهای د همکاریو سازمان په سر مشریزه غونډه کې یو ځل بیا ویل شوي، چې باثباته، پرمختللی او پر ځان بسیا افغانستان د سیمې او ټولې نړۍ په ګټه دی د غونډې ګډونوالو افغانستان کې موجود امنیت یو فرصت بللی او په خبره افغانستان کې امنیت کولی شي په ټوله سیمه مثبت تاثیرات ولري.
د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو سرمشریزه پرون ورځ د یوې ګډې خبرپاڼې به خپرېدو سره پای ته ورسېده. په دغه غونډه کې، د روسیې ولسمشر د شانهګای همکاریو سازمان – افغانستان د تماس ډلې د فعالیت له پیلېدو پر ملاتړ وویل، چې د دغې ډلې د فعالیت پیل د افغانستان د وضعېت لا عادي کېدو ته ګټور دی. په ورته مهال، د تاجېکستان ولسمشر هم په افغانستان کې د سولې او ټیکاو پر ټینګښت ټینګار کوي. په دغه غونډه کې روسیې، چین، هند، ایران، قزاقستان، قطر، عربي متحده اماراتو، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکیې او ځینې نورو هېوادونو برخه لرله. د یادونې وړ ده، بلاروس د لسم هېواد په توګه د دغه سازمان غړیتوب ترلاسه کړ.

















