کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر “عمران خان” په خپلو تازه څرګندونو کې افغانستان کې دننه د احتمالي حملو ګواښونه احمقانه بللي دي. عمران خان چې دا مهال په زندان کې ده د غه څرګندونې یې د پاکستان د دفاع وزیر “خواجه اصف” د څرګندونو په ځواب کې کړي دي. عمران خان ویلي، چې دی او ګوند یې د “عزم استحکام” په نامه په نویو پوځي عملیاتو ملاحظات لري ځکه چې یاد عملیات په هیواد کې بې ثباتي پیدا کوي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، ترڅو چې افغان حکومت په اعتماد کې وا نه خیستل شي جګړه ګټل هېڅ امکان نلري. د یادونې وړ ده، چې نوموړي د شهباز شریف په مشرۍ حکومت تورن کړې، چې د پښتنو په سیمه بې ثباتۍ پیدا کولو ته لمن وهي او د سولې د خبرو اترو پر ځای غواړي جګړې ته لومړیتوب ورکړي. د عمران خان په خبره د حکومت په مهال یې د بهرنیو چارو د وزیر “شاه محمود قریشي” په ګډون لوړ پوړو چارواکو افغانستان ته سفرونه وکړل او موخه یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د همغږۍ پیدا کول و، چې تر ډېره همغږي رامنځته شوې وه؛ خو متأسفانه اوس د دواړو هیوادونو ترمنځ اړېکې د تېر په څېر دوستانه نه دي. نوموړي د پوښتنې په ډول ویلي، چې ولې د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته سفر نه کوي. ښاغلي خان د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوځل بیا د دوستانه اړیکو پیل باندې ټینګار کړی او په خبره یې د ستونزو حل ګواښونه نه بلکې خبرې اترې دي.

















