کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
مسعود پزشکیان د څه باندې ۱۶ میلیونه رایو په ترلاسه کولو سره د ایران نهم ولسمشر وټاکل شو.
د ایران د ټاکنو په دویم پړاو کې مسعود پزشکیان خپل سیال سعید جلیلي ته د شاوخوا ۳ میلیونو رایو په تفاوت سره ماته ورکړه.
په ایران کې ولسمشریزې ټاکنې د ایران د پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي تر مړینې وروسته ترسره شوې.

















