کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” خبر ورکړی، چې ځواکونو یې یوه برېتانوي بېړۍ په نښه کړې ده.نوموړي، د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ځواکونو یې تېره شپه سره سمندرګي کې د برېتانوي دښمن په وړاندې بریالي عملیات تر سره کړل.د نوموړي په خبره یادو عملیاتو کې یې د برېتانوي اشغالګرو یوه بیړۍ، چې اسرائیلو ته روانه وه، بالستیک توغندیو په وسیله هدف ګرځولې، چې په پایله کې یې یاده بېړۍ په بشپړه توګه ویجاړې شوې ده.د ویلو ده، چې په روانه اوونۍ کې د یمن د وسله والو ځواکونو لخوا د ویشتل شویو بېړیو شمېر ۲۱ ته رسیدلی ده، یحیی سریع دغه راز یوځل بیا خبرداری ورکړی، چې د دوښمن د بېړیو ویشتلو ته به تر هغو دوام ورکوي ترڅو چې د صهیونیستي ترهګر ریژیم لخوا پر غزې تړانګې روان وحشت پای ته نه وي رسیدلی.

















