کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ سرطان، ۱۴۰۳ل)
د اسرائیلي پوځ رادیو خبر ورکړی، چې د لبنان-اسرائیلو پر پوله د حزب الله وسله والو په توغندیز برید کې دوه اسرائیلي پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. د اسرائیلي پوځ رادیو وایي، برید کې د لبنان-اسرائیلو پر پوله د اسرائیلي پوځ یوه پوځي اډه په نښه شوې ده. په ورته مهال د لبنان د حزب الله غورځنګ اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې خبر ورکړی، چې برید یې د لبنان په جنوب د صهیونیستي ريژیم د وروستیو هوایي بریدونو په غچ کې ترسره کړی ده. یادې ډلې منلی، چې د صهیونیستي ريژیم په وروستیو هوایي بریدونو کې یې ۶ جنګیالي وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي. د یادونې وړ ده، چې د لبنان-اسرائیلو پر پوله وروسته له هغه جګړو زور واخیست، چې تېره میاشت د صهیونیستي ريژیم کابینې د لبنان په جنوب کې د حزب الله ځواکونو پر وړاندې د پراخو هوایي او ځمکنیو عملیاتو د پیلولو طرحه تائید کړه.