وال سټریټ ژورنال: د حماس برید کې ۱۰ اسرائیلي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د غزې تړانګې په “رفح” ښارګوټي کې د حماس اسلامي غورځنګ د ځواکونو په یوه برید کې ۱۰ تنه اسرائیلي پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي. په ورته مهال د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا سرچینو هم د مقاومت اړوند “الأقصی” تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې په “رفح” ښارګوټي کې یې د صهیونیستي غاصب ريژیم درې پرمختللي ټانکونه د “یاسین ۱۰۵” توغندیو په وسیله ویشتلي، چې په پایله کې یې ۲۱ صهیونیستي پوځیان وژل شوي دي. که څه هم اسرائیلي ريژیم د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور او د حماس غورځنګ د ادعا په هکله څه نه دي ویلي؛ خو یو شمېر اسرائیلي رسنیو غزه کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې پخلی کړی؛ خو د کره شمېرو په اړه یې څه نه دي ویلي.



