غزه؛ د ماین چاودنه کې څلور اسرائیلي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)

له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د یادې تړانګې په “شجاعیه” سیمه کې د صهیونیستي اشغالګرو په زغروال ټانک د ماین چاودنه شوې، چې په پایله کې یې څلور اسرائیلي پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي. د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام لېوا” سرچینو د مقاومت اړوند “الأقصی” تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې د سړک غاړې ماین د دوی جنګیالیو ایښی و، چې په پایله کې یې هدف ګرځول شوی ټانک په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی. د یادونې وړ ده، چې پرون چهارشنبه هم د غزې تړانګې په رفح ښارګوټي کې حماس ځواکونو سره په نښتو کې لس صهیونیستي اشغالګر پوځيان وژل شوي وو.

مربوطه مطالب

Back to top button