د اوکراین جګړه؛ د روسیې په هوایي بریدونو کې ۳۲ کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۲ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
په داسې حال کې، چې د اوکراین په ډیری سیمو کې د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي، رویټرز خبري آژانس خبر ورکړی، چې روسي ځواکونو د اوکراین په “کریمیا ریح” ښار هوایي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ۳۲ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. د “کریمیا ریح” ښاروال رسنیو ته ویلي، چې روسي ځواکونو یو ښونځی او یوه ودانۍ په نښه کړي او وژل شوي کسان هم ټول ملکي وګړي دي؛ خو د روسیې دفاع وزارت بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د اوکرایني ځواکونو په دوه اډو یې هوایي بریدونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده. په ورته مهال د اوکراین ولسمشر “زیلنسکي” له امریکا او ناټو غوښتنه کړې، چې اجازه ورکړي د روسیې دننه عملیات ترسره کړي؛ خو د امریکا ولسمشر بایډن یې غوښتنه رد کړې ده. د یادونې وړ ده، چې روسیې دغه بریدونه د ناټو د مشرانو له غونډې دوه ورځې وروسته ترسره کړي دي. د کتونکو په باور ښایي دا بریدونه د ناټو د مشرانو غونډې ته یو غبرګون وي.



