د یمن وسله والو ځواکونو یوه اسرائیلي بېړۍ ویشتلې

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۲ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” ادعا کړې، چې ځواکونو یې د “MSC SARAH V” په نامه یوه اسرائیلي بېړۍ د بالستیک توغنديو په وسیله ویشتلې ده. د یحیی سریع له ادرسه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاده بېړۍ یې په عربي سمندر کې په نښه کړې، عملیات یې بریالي و او په نښه شوې بېړۍ په بشپړه توګه له منځه وړل شوې ده. نوموړي ویلي، چې د اسرائیلو اړوند یاده بېړۍ یې په یوه نوي توغندي ویشتلې ده.نوموړي یوځل بیا خبرداری ورکړی، چې د فلسطیني ولس سره د ملاتړ په موخه به د امریکا، برېتانیا او اسرائیلو پر وړاندې خپلو ځپونکو عملیاتو ته دوام ورکوي.د یادونې وړ ده، چې د یمن وسله والو ځواکونو وړمه ورځ هم د یوې امریکایي بېړۍ په ګډون درې بېړۍ ویشتلې وې.

مربوطه مطالب

Back to top button