نایجیریا؛ د یو ښوونځي د ودانۍ د نړېدو پېښه کې ۲۲ تنه مړه شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د نایجیریا د مرکزي ایالت پلوټو مرکز سینټ کې د یو ښوونځي ودانۍ د نړېدو له امله ۲۲زدهکوونکي مړه شوي او له ۱۳۰تنو څخه زیات ټپيان شوي دي.
که څه هم تراوسه د پېښې اصلي لامل څرګند نه دی، خو ځایي اوسېدونکو رسنیو ته ویلي، چې پېښه په سیمه کې له درېیو ورځو سختو ورښتونو وروسته رامنځته شوې ده.



