حسن نصرالله: د صهیونیستي ريژیم پر وړاندې به جګړې ته دوام ورکوو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)

د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر “حسن نصرالله” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د صهیونیستي ريژیم پر وړاندې به جګړې ته دوام ورکوي.

نوموړي، چې نن چهارشنبه یې د عاشورا په مراسمو کې خبرې کولې وویل:صهیونیستي رژیم د خپل تاریخ په تر ټولو بد حالت کې قرار لري. حسن نصرالله د غزې روانې جګړې ته په اشارې ویلي، چې صهیونستي رژیم د خپل تاریخ په تر ټولو بد حالت کې دی او هڅه کوي د جګړې په ډګر کې تر ماتې خوړلو وروسته خپله ناکامي د ملکي وګړو د وژلو په دوام سره پټه کړي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې له مسجد الاقصی، دوه میلیونه محاصره فلسطینیانو او له فلسطیني بندیانو څخه د دفاع لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button