کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې تېره شپه د یمن په “حدیده” ولایت د امریکايي او برېتانوي اشغالګرو په وحشیانه بریدونو کې ۳ کسان شهیدان او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. د یمن د وسله والو ځواکونو یوې سرچینې “کابل ټکی کام” ته تائید کړه، چې د تېرې شپې بریدونه د “حدیده” ولایت اړوند په “التحيتا” ولسوالۍ کې د یمني ځواکونو په څواهدافو ترسره شوي، چې په پایله کې یې د یمن د وسله والو ځواکونو ۳ غړي شهیدان او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي. د یادې سرچینې په خبره امریکایي او برېتانوي اشغالګرو د یو پوځي هوایی ډګر په ګډون د یمني ځواکونو شپږ اډې په نښه کړي، چې په پایله کې یې د ځاني زیانونو سربېره پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي. د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل نه دی، چې پر یمن د امریکایي او برېتانوي اشغالګرو په بریدونو کې د یمن وسله والو ځواکونو ته تلفات اوړي بلکې په تېرو څو میاشتو کې د امریکا او برېتانوي اشغالګرو په هوایي بریدونو کې سلګونو یمني ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


















